IQNA

 قرآني سورې [18]

په کهف سورې کې  د حیرانونکو یسو روایتونه

17:02 - July 12, 2022
د خبر لمبر: 3485977
ایکنا-( تهران) دقرآن کریم  په کیسو کې ، ډیر داسې روایتونه شته دي چې په نورو دینی کتابونو کې هم ورته اشاره شوې ده . د د هغو مسیحی     مومنو د مشقتونو کیسه چې په غار کې ئې پناه اخستې وه ، او له حضرت خضر سره د حضرت موسی د  ملګري کیدا  پيښه هم  یو هغه مورد دی چې په کهف سورې کې بیان شوې ده .

کهف سوره ، د قرآن کریم  اولسمه سوره او په مکې نازله شوي یوه سوره ده ، چې په یوسل لسو ایتونو سره  دقرآن کریم په پنځلسمې او شپاړسمې سپارې یا جزوې کې واقع  ده . ؛کهف؛ نهه شپیتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده .

کهف  د غار په معنا دی .  په کهف ددې سورې دنومولو دلیل ، د هغو مسیحي مومنانو د ډلې دکیسې بیانول دي چې  ورته اصحاب کهف (غار) وئيل کیږي .

کهف سوره په ویرې او میدوارۍ سره  خلک نیکو عملونو او حق باندې  داعتقاد په لور  بلل کیږي . په دغې سورې کې د خداي تعالی دبچیانو پر نه  شتون ټینګار شوی  دی ، ددغې سورې یوې  برخې مخاطبان  هغه دوه ګوڼه پرست دي چې  باؤري دي ، فرښتې ، جنیّان  او صالح کسان د خدای بچیان دي .

دغه سورې درې حیرانونکي کیسې بیان کړي دي . اصحاب کهف کیسه  ، دحضرت خضر  او د موسی د ملګرتیا کیسه  او د ذی القرنین  کیسه .  دخدای دشریک له نفی کیدا سره یو ځاي  له خدایه ویریدا او د  دتقوا رعایتولو  ته هڅول ،  هغه عبرتونه دي چې  له دغو کیسو پرې پوهیدلی شو .

لومړنۍ کیسه  له اصحاب کهف سره اړونده ده . مسیحي  مومنان چې د دقیانوس  له ظلم او کړاوه (۲۰۱-۲۵۱میلادی کال) په یوه غاړ کې  پټ شول او  کابو تر درو پيړیو یا درو سوو کلونو پورې ویدۀ پاتې شول . دوي  له درې سوه کاله وروسته ویښ شول او له دې وروسته چې په پټه  ښار ته وارد شول ،  دخپل ځان په باب له ډيرو  کمو حیرانونکو بدلونونو څخه حیران شول چې  تر درو پیړیو پورې ویدۀ کیدل   هم پکې شامل وو ،په دغه وخت کې ، د ظالم پاچا دمرګ کلونه کلونه تیرشوي او مسیحي مومنان  له اقلیّته وتلی او په اکثریّت  بدل شوي دي .

ددغې سورې بله برخه  له یوه صالح انسان سره د موسی علیه السلام  د ملګرتیا کیسې ته اشاره کوي  چې  مفسرانو هغه  حضرت خضر علیه السلام معرفی کړی دی . په دغه سفر کې خضر داسې کارونه ترسره کوي ، چې  دموسی لپاره د منلو وړ نه دي  او هغه خیرانه وي او ورباندې خپه کیږي ، خو کله چې خضر دخپلو کارونو دلیل بیانوي ،نو  په رازونو پوهیږي او  پخپلې حیرانتیا اوبې تابۍ پښمانه کیږي .

 ددې سورې بله برخه  د ذوالقرنین  پيښه تشریح کوي ، چې  څرنګه  ئې د دنیا خیتځ او لویدیځ ته سفر وکړ او  له مختلفو قومونو سره مخامخ شو  او بلاخره  دخلکو  د یوې ډلې په مرستې سره  ئې د یاجوج او ماجوجو له دسیسې سره مقابلې ته مخه کړه او  د هغوي په لارې کې ئې یو وسپنیز خنډ جوړ کړ  او دهغوي نفوذ ئې غوڅ کړ .  

1    د ذوالقرنین  د شخصیت په باب  دنظر اختلاف شته دی ،یو شمیر هغه د خدآي پیغمبر  او یو شمیر نور ئې هم یو دیندار پاچا  معرفي کوي . په عین حال کې له ذوالقرنینه د قرآن انځور  ، په خداي  او دقیامت په ورځ د ایمان راوړونکی مومن کس دی چې  ډیر لوي حکومت ئې درلودلی او خدای تعالی   دهغه په اختیار کې د پرمختګ سببونه ورکړی دی .

2      یاجوج او ماجوجد هغه قوم  یا قومونو  چې په قرآن  او د یهودیانو او مسیحیانو په دیني متنونو کې  یاد شوي دي .د  نورو د کړولو او د هغوي د مالونون د  لوټولو  په دلیل یوه ظالمه ډله معرقي شوي  دي ، چې ذوالقرنین  دیوه وسپنیز خنډ په جوړولو سره د هغوي د نفوذ مخه نیسي . د اجوج او ماجوجو بیا بغاوت  ، په قرآن  او د مسیحیانو اویهودیانو په دیني متنونو کې  د آخرالزمان نښې  دي .

تړلې خبرونه
captcha